تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۶۸۴۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Kalimullah Sah…
Sun, Oct 29 2023 9:09 AM
انتقالات

تېره  اوونۍ کې (د تلې له ۲۸ د عقرب تر۴ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۵۶۸۴۲) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۴۹۵۷) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲) ټنه، او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۷۵۳) ټنه انتقالات چې ټولټال (۵۶۸۴۲) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تیره اوونۍ کې (۱۰۳۵) ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د نشراتو آمریت

۶ لړم ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS