تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۱۵۷۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د دلوې له ۶مې څخه د دلوې تر ۱۲مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۱۵۷۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۸۳۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۵۲۷) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۱۴) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۱۵۷۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۶۵۸) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۱۵ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش.
۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ.ق