د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو بهیر پیلیږي
د هرات د اوسپنې پټلۍ رياست مسوولين وايي، تر راتلونکو دوو اونیو پورې به د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د لېږد-رالېږد بهیر پيل شي.
د هرات د اوسپنې پټلۍ رئيس مفتي محمد نسيم محمدي د يوې خبري ناستي پرمهال خبريالانو ته وويل، چې د راتلونکې حوت مياشتې له لومړۍ نېټې څخه به له روزنک سټيشن څخه د هرات-خواف بندر له لارې د تجارتي توکو لېږد-رالېږد پيل شي.
نوموړی زياتوي، چې تجاران کولای شي د هرات-خواف بندر له لارې په مالياتي تخفيف سره له افغانستان څخه خپل تجارتي توکي چابهار بندر، بندر عباس او د ترکيې سرحد ته صادر او وارد کړي.
د ځايي مسوولینو په خبره، چې راتلونکي پسرلي کې به د ایران او افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د مسافرو تګ راتګ هم پيل شي.
د يادونې وړ ده، چې د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه به ايرانی شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه تجارتي توکي او ۱۰۰ زره مسافرين انتقالوي.