تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
Sun, May 19 2024 2:49 PM
انتقالات

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۸۲۸۲) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۳۳۲۴) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۰۵۲۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۶۲) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.

  • کابل: 0202320933
  • بلخ: 0792008090
  • هرات: 0793500545
  • فارياب: 0794050003

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د نشراتو آمریت

۳۰ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش.

۱۰ ذو القعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ.ق.

latest news and reports

BACK TO NEWS