د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویم فاز د ډیزان ډیتیل پروسې ۵۰ سلنه پرمختګ کړی

Sayed Zaher Mo…
Sat, Jul 04 2020 10:39 AM
اداره خط آهن

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ دویم فاز د څلورمې قطعې د ډېزاین ډیټیل پروسه چې څو میاشتې وړاندې پیل شوې وه، د پلان سره سم مخکې تللې او اوس مهال یې تر ۵۰ سلنه زیاته کارونه بشپړ شوي دي.

مخکې له دې نه د دې پروژې د نقشې کښلو، امکان سنجۍ، سروې او څېړنې کارونه تر سره شوي وو او د ډيټیل ډیزاین پروژې تر بشپړتیا وروسته به د تدارکاتو او ورپسې د ودانۍ پروسه پیل شي.

خواف هرات دیتل دیزاین


د یادې پروژې د ډيزاين ډیټیل هوکړه د ټرانسپورټ وزارت اوسپنې پټلۍ ادارې او ایراني مهندسانو صنعتي شرکت ترمنځ، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشت په ۱۹مه لاسلیک شوه او لګښت یې د افغانستان له انکشافي بودجې نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د دې پروژې د ودانولو په موخه د افغانستان او ايټالیا هېوادونو یوه مالي هوکړه ( د ایتالیا ۶۵ میلیونه یورو اوږدمهاله پور) لاسلیک کړې او د هېواد ملي شورا تایید کړې ده.

د خواف-هرات دویم فاز څلورمه قطعه د ۴۴ کیلومترو په اوږدوالي، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د ۲۲۵ کیلومتره لویې پروژې وروستۍ برخه ده، چې د هرات انجیل، زنده‌جان او ګذره ولسوالیو څخه تیریږي او د هرات په صنعتي ښار او هوایی ډګر کې پای ته رسیږي.

latest news and reports

BACK TO NEWS