د اوسپنې پټلۍ پروژو پر غوره پلي کولو او د ډاډمن امنیت پر ټینګښت یې ټینګار وشو
د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس ښاغلي ولی خان شبګیر تر مشرۍ لاندې ناسته کې چې د عامه ساتنې ملي تصدي سرپرست ښاغلي مل پاسوال احمدفیصل اللهداد او د INKON KZ قزاقستانی شرکت رییس ښاغلي تیمور ممیربکوف په کې ګډون کړی وو، د اوسپنې پټلۍ پروژو پر غوره پلي کول او امنیت ټینګښت په تړاو، خبرې اترې وشوې.
په دې ناسته کې چې د دې ادارې تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو هم حضور درلود، ښاغلي شبګیر د اوسپنې پټلۍ د پروژو پر ښه او پر وخت پلي کولو او د غوره امنیت پر ټینګښت په ځانګړي توګه د خواف – هرات پروژې د څلوروم قطعې په لومړي فاز ټینګار وکړ.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ ژمنه وکړه چې په سیمه کې به نور امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګښت په موخه ځای پر ځای کړي همداراز د قراردادي شرکت ډاډ وړکړ ل شو چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ پروژې چاري به پر وخت بشپړې کړي.