د افغانستان د اوسپني پټلۍ ادارې نوی سرپرست رئیس و یادي ادارې ته ور وپیژندل شو

Sayed Zaher Mo…
Tue, Mar 22 2022 10:19 AM
مولوی شرافت

د افغانستان اسلامي امارت د اوسپني پټلۍ نوی سرپرست رئیس محترم مولوی بخت الرحمن شرافت صاحب د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي د یادي ادارې کارمندانو ته ور وپیژندل شو.

د غونډي افتتاح د قاري عبید الله صاحب له لوري د قرآن کریم په مبارکو ایاتونو و شول. وروسته د اوسپني پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال محترم مولوي خان محمد مذهبي صاحب د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ جامع او هراړخیزه وینا وکړه. او زیاته یي کړه "چي د تېر شل کلن اشغال دوره کي چي کوم فساد او عدم شفافیت یاده اداره تر پوښښ لاندي راویستلې وه، هڅه او مبارزه به وکړو تر څو یاده اداره کامله شفافه او و هیوادوالو ته دپوره خدمت جوګه کړو".

د غونډې منځ کي د چارو د ادارې سرپرست محترم شیخ محمد انور صاحب و غونډي ته خپله عالمانه وینا وړاندي کړل: شیخ صاحب زیاته کړه ټاکني یو اصل دی؛ لکه نور هیوادونه چي د ګمارنو اړوند اصول لري اسلامي امارت هم به یاده برخه کي واضح او ځانګړی اصول لري. دا په فساد مخلوط انتخابات نه دي، بلکي د امیرالمؤ منین صاحب له لوري شفافي ګمارنې دي او ازمویل شوي اشخاصو ته مسؤلیتونه سپاري. دلته ټول اطاعت ته ژمن خلک دي. پخواني کارمندان غلامان نه بلکي خپل وړونه ګڼي.

مراسم معرفی سرپرست اداره خط آهن


د غونډې په ورستیو کي د ټولګټو چارو وزارت د حفظ او مراقبت مرستیال محترم مولوي عبد الجبار صاحب دغونډي ګډونوالو ته د خپلي وینا پر مهال وویل "د امریکا مقابله د چوکۍ سره نه؛ بلکي د قرآن کریم او د اسلامي اهدافو سره يي مقابله وه. دا چي الله تعالی موږ او تاسي د آزادۍ په نعمت ونازولو نو باید د لوی رب (ج) شکر آداکونکي و اوسو".

د غونډي د پای شیبو ته نږدي د اوسپني پټلۍ ادارې نوي سرپرست رئیس محترم بخت الرحمن شرافت صاحب د یادې ادارې وکارمندانو ته خپله ارزښتناکه وینا وکړه او زیاته یې کړل "چي په ټولو چارو کي د الله تعالی څخه مرسته غواړم تر څو مسلمانانو ته ګټه ورسوم، حوصلي او لوړ همتونه لرو. د الله تعالی په نصرت د اقتصادي بحران په وړاندي مبارزه کوو".

یاده غونډه د ټولګټو چارو وزارت د حفظ او مراقبت د معین محترم مولوي عبد الجبار صاحب په اختتامیه دعا پای ته ورسیدل.

۱۸ \شعبان \۱۴۴۳ ق

۲۱ \مارچ /۲۰۲۲

۱\ وری\ ۱۴۰۱ش

د افغانستان د اوسپني پټلۍ اداره

latest news and reports

BACK TO NEWS