د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې یو جگپوړی هیئت ایران ته ولاړ

Sayed Zaher Mo…
Sat, Jun 11 2022 1:48 PM
سفر ایران

نن شنبه د جوزا ۲۱ مه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري یوه جگپوړی درې کسیز پلاوی ایران ته په رسمي سفر ولاړ.

یاد هیئت چې په ترکیب کې یې د دې ادارې تخنیکي معاون انجینر عبدالباري صدیقي او د تفتیش ریاست سرپرست ملا عبدالجبار نوري هم شامل دي، په ایران کې د هغه هېواد د لارو او ښار جوړونې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له چارواکو سره د خواف ـ هرات دریمې ټوټې د ترمیم د پاتې چارو بیا پیل کېدو، د انتقالاتو پر بیا پیل او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي او تخنیکي زده کړو برنامو د برابرولو په اړه تفصیلي بحثونه وکړي. همداراز ياد هیئت به له ایراني لوري سره د دوی لخوا په هغه وړاندیز چې د ایران د لارو او ښار جوړنې وزیر ځانگړي استازي له ښاغلي شرافت سره په کابل کې د یوې لیدنې پر مهال مطرح کړی وو، چې له مخې یې د دوی خصوصي سکتور لیواله دی چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ زیربناوو کې سرمایه گذاري وکړي، هم هر اړخیزه بحثونه وکړي.

په پام کې ده چې تر دغه درې ورځني سفر وروسته به یاد پلاوی هرات ولایت ته را ستون شي او د هرات ـ خواف پټلۍ دریمې ټوټې وروستی حال به بررسي او د تورغنډۍ د اوسپنې پټلۍ سټېشن څخه لیدنه وکړي.

۲۱/۰۳/۱۴۰۱هـ.ش.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د مطبوعاتو آمریت

latest news and reports

BACK TO NEWS