تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۷۹۹۵) ټنه انتقالات ترسره شوي دي

Sayed Zaher Mo…
Sat, Jun 18 2022 9:45 PM
انتقالات

تېره اوونۍ (د جوزا له ۲۰ تر ۲۶ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۷۹۹۵) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۲۱۰) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۹۴۷) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۱۴۴) ټنه واردات چې ټولټال (۵۱۳۰۲) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.

همداراز تېره اوونۍ کې ټولټال (۶۶۹۳) ټنه صادرات شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د مطبوعاتو آمریت

۲۸/۰۳/۱۴۰۱هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS