د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژې محافظت لپاره د نوي قومندان معرفي

Sayed Zaher Mo…
Thu, Sep 29 2022 9:08 AM
قومندان

د عامه ساتنې تصدۍ له لوري د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ او تأسیساتو د محافظت کنډک لپاره ښاغلی ملا عبدالغفور منیب د نوي قومندان په توګه وټاکل شو او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو. په دې اړه جوړ شوي مراسمو کې د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، د حیرتان بندر امنيه قوماندان او استخباراتو مدیر او د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست سرپرست انجنیر سید قديم ګډون کړی وو.

د نشراتو امریت

٠٦/٠٧/١٤٠١

latest news and reports

BACK TO NEWS