د اوسپنې پټلۍ مسلکي انسټیټیوټ د هرات رياست کارکوونکو ته د ظرفيت لوړولو په موخه لس ورځنی روزنيز ورکشاپ تطبيق کوي

Kalimullah Sah…
Tue, Feb 13 2024 9:03 AM
انیتیټیوټ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مسلکي انسټیټیوټ چي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تر چتر لاندې فعاليت کوي، په لومړۍ مرحله کې د هرات ولايت د اوسپنې پټلۍ رياست ۱۶ تنو مسلکي کارکوونکو ته د ظرفيت لوړولو په موخه لس ورځنۍ روزنه ورکوي.

انسټیټیوټ

ياد انسټیټیوټ په لومړي قدم کې د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې (روسازي خط) په برخه کې د هرات ولايت تورغندۍ، روزنک او غوریان سټيشنونو د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې مسلکي کارکوونکو ته د ظرفيت لوړولو په موخه لس ورځنۍ لنډمهاله روزنیزه دوره ترتيب کړې، چي تطبیق چارې يې له ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ څخه پيل او تر ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ ھ.ش. پورې دوام مومي.

په دغه روزنيزه دوره کې د ذکر شوو سټيشنونو کارکوونکو ته په عملي او نظري بڼه د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې (روسازي خط) په برخه کې مسلکي پوهه او روزنه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چي د اوسپنې پټلۍ مسلکي انسټیټیوټ اړتيا ته په کتو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د ظرفيت لوړولو په موخه دا ډول لنډمهاله او منځمهاله روزنيز پروګرامونه په مرکز او ولایاتو کې په عملي او نظري بڼه ترتیب او تطبيق کوي.

latest news and reports

BACK TO NEWS