د افغانستان-ترکمنستان ګډو تخنيکي ټيمونو د تورغونډۍ-هرات له مسير څخه ليدنه وکړه

Kalimullah Sah…
Sun, Feb 18 2024 9:44 AM
تورغونډۍ

د افغانستان-ترکمنستان ګډو تخنيکي ټيمونو د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ پروژې له مسير څخه ليدنه ترسره کړه.

دواړو ګډو تخنيکي ټيمونو د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير تخنيکي آرزونه او سروې ترسره کړه.

د یادو تخنیکي ټیمونو اصلي موخه د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ لپاره له تخنیکي پلوه د غوره مسیر په نښه کولو او جوړولو په موخه د بدیلو لارو لټول په ګوته شوي دي.

تورغونډۍ

د یادولو وړ ده، چې له تورغنډی څخه د هرات تر رباط پریان د اوسپنې پټلۍ پروژه (۱۱۳) کیلو متره اوږدوالی لري، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۲۶ ګڼه ۱۳/۰۸/۱۴۴۴ نیټې د پنځم بند او ۲۷ ګڼې ۲۰/۰۸/۱۴۴۴هـ.ق نیټې د لومړي بند په اساس منظور شوې ده.

دا چې یاده پروژه تورغنډۍ سوداګریز بندر د هرات نړیوال هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټي سره نښلوي؛ د سیمه ایز اتصال او ملي عوایدو په لوړولو کې له خورا مهم ټولنیز او اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده.

 د یاد مسیر د تخنيکي څیړنې او سروې کار لاهم جريان لري، چې ان شاء الله د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته به یې جزیات په ډاګه شي.

latest news and reports

BACK TO NEWS