د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

Kalimullah Sah…
Tue, May 14 2024 3:29 PM
نایب اباد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې تړاو غونډه کې د افغانستان-ازبکستان د ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د حيرتان بندر د ۲۴ ساعته فعاليتونو په باب هم توافق وشو، چې په آساس به یې د راتلونکې جوزا مياشتې له ۱۲مې نېټې څخه د ياد بندر فعاليتونه په منظم ډول ۲۴ ساعته په مخ وړل کيږي.

په غونډه کې د افغانستان-ازبکستان د ريل پټلۍ ادارو د مسوولينو ترمنځ د افغان-ټرانس سیمه ییزې ريلي نښلونکي پروژې د تخنیکي مطالعاتو او عملي چارو په پيل هم خبرې وشوې.

دواړو لوريو د افغان-ټرانس پروژې د عملي کار په پيل کېدو جدي هوکړه وکړه او د پيل لپاره يې د ساحوي آړينو تجهيزاتو او وسايلو چمتو کول لازم وګڼل، ترڅو ددې پروژی عملي کار پيل کېدو ته لاره هواره شي.

latest news and reports

BACK TO NEWS