په يوه اونۍ کې د ١١٤ زرو ټنه تجارتي مالونو ليږد

Sayed Zaher Mo…
Mon, Jun 08 2020 8:31 AM
خط آهن

په دې ورستيو اونيو کې ليږ تر لږه ۱۱۴ زرو ۹۳۸ ټنه مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان-مزارشريف، آقينې او تورغونډى د اوسپنې پټلۍ په واسطه زمونږ هيواد ته را وارد شوی دي.

دغه خوارکي توکي په ۱ زرو  ۹۳۸ واګونونو لېږدول شوي دي، چې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي.

وارد شوي توکي لکه؛ ۸ زره ۱۸۵ ټنه غنم، ۳۸ زره ۹۹۲ ټنه وړه، ۳ زرو ١٠٠ ټنه غوړي، ۳۶ زرو ۸۱۰ ټنه تيل، ۱۳ زرو ۲۰۲ ټنه اوبلن ګاز، ۹ زرو ۲۲۵ ټنه ساختماني او ويا ودانيز توکي او ٥ زرو ۳۴۵ ټنه دهيوادوالو نورې اړينې توکي دي.

دهيواد د اوسپنې پټلۍ اداره تل هڅه کړی تر څو دانتقالاتو بهېر د اوسپنې پټلۍ له لارې په منظم او له خنډ پرته تر سره شي، تر هغه چې داړين او اساسي توکي کمښت دهيواد په بازارونو کي مخنوی شوی وي.

latest news and reports

BACK TO NEWS