د خواف-هرات د څلورمې برخې دویم پراو د دیتییل ډیزاین بشپړول

Sayed Zaher Mo…
Sun, Sep 27 2020 11:13 AM
دیتل دیزاین

د خواف-هرات اوسپني پټلۍ څلورمې برخې د دویم پړاو د دیتیل ډیزاین بهیر بشپړ شوی او ټاکل شوې د تدارکاتو او بیا د دې پروژې د جوړولو چارې پیل شي.

د یادې پروژې د دیټیل ډېزاین تړون تېر زېږدیز کال د افغانستان د اوسپني پټلۍ خپلواکې ادارې او ایران صنعتي مشورتي انجنیرۍ شرکت ترمنځ لاسلیک شو او لګښت یې د افغانستان د پراختیايي بودجې څخه ورکړل شوې ده.

مخکي له دې، د دې پروژې نقشه کولو، د ټولنیزو او اقتصادي سروې، د امکان سنجۍ مطالعاتو چارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې لخوا تر سره شوې وې.

د یادونې وړده چې تر دې وړاندې د افغانستان او ایتالیا حکومتونو دیادې پروژي د جوړولو لپاره مالي تړون (له ایټالیا څخه د اوږد مهال ۶۵ میلونه یورو پور) لاسلیک کړ چې د ملي شورا له خوا تصویب شوی دی.

د خواف-هرات اوسپني پټلۍ څلورمې برخې دویم پړاو د ۴۷ کیلومتر په اوژډوالي سره، د خواف-هرات اوسپني پټلۍ د ۲۲۸ کیلومتر وروستۍ برخه ده چې د هرات له ګذرې او انجیل ولسوالیو تېرېږي او د هرات تر صنعتی ښارګوتي او هوایی ډګر ته رسیږي.

latest news and reports

BACK TO NEWS