د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له معاون او مل پلاوي سره وکتل

Kalimullah Sah…
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۴:۱۳
خبر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې.

په ليدنه کې د افغانستان له لورې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت، مالي او اداري مرستيال سيد محمد نعيم محمدي، تخنيکي مرستيال ديپلوم انجنير عبدالباري صديقي او د ازبکستان له لورې ددې هيواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال ښاغلي حکمت الله رحمت اوف او د پروژه سازۍ رئیس اميدالله ايرګشوف ګډون درلود.

news

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي شرافت او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، خوښ يو، چې افغانستان د يو ښه ګاونډي په توګه د ازبکستان هيواد سره دوه اړخيزه ریلي همکارۍ لري‌.

news

د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال ښاغلي رحمت اوف وويل، چې هيواد يې غواړي د افغان ټرانس په څېر د سترو ریلي پروژو په تطبيق کې خپله ځانګړې ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړه، ددې ترڅنګ ازبکستان غواړي د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزیټي بهير ته وده ورکړي.

news

د کتنې په وروستيو کې د ازبکستان څخه راغلي پلاوي ژمنه وکړه، چې د حيرتان-مزارشريف مسیر په نايب اباد سټيشن کې به د تازه ميوو او سبزيجاتو لپاره د تخليې او بارګيرۍ په موخه مجهز ساتنځای هم جوړ کړي، ترڅو د افغانستان تازه مېوه او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

آخرین خبرها و گزارش‌ها

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

هفته گذشته از طریق خط آهن (۷۰۵۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۱ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش. الی ۲۷ ثور) از طریق خطوط آهن افغانستان (۷۰۵۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۴۸۹۲۱) تُن، بندر آقینه (۸۲۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

هفته گذشته از طریق خط آهن (۷۳۶۸۵) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۱۴ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش. الی ۲۰ ثور) از طریق خطوط آهن افغانستان (۷۳۶۸۵) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۶۰۳۹۰) تُن، بندر آقینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۳۶
Background image

در برج حمل از طریق خط آهن (۳۵۲۹۴۰) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز الی ختم ماه حمل ۱۴۰۳ هـ.ش از طریق خطوط آهن افغانستان (۳۵۲۹۴۰) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق خط آهن حیرتان (۲۶۸۹۳۶) تُن، خط آهن آقینه (۳۹۷۰۳) تُن، خط. . .

BACK TO NEWS