تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۲۳۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د دلوې مياشتي له ۲۰ مې څخه تر ۲۶ مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۲۳۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۷۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۱۱۹) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۳۷) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۰۲۳۲۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۳۷۷) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، کچالو او د آنارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۲۹ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش.
۸ شعبان ۱۴۴۵ هـ.ق