تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۳۰
انتقالات

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۳۱مې څخه د ثور تر ۶مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۲۴۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۴۵) ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۴۳) ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۸۴) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۲۸۱۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او تالک معدني ډبرې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

 

د نشراتو آمریت

۸ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش.

۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ.ق.

وروستي خبرونه او راپورونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۴۱
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۰
Background image

د کندهار-سپين بولدک د ريل پټلۍ مسير ابتدايي سروې ترسره شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر پرمهال د کندهار-سپين بولدک ترمنځ د ريل پټلۍ پروژې ابتدايي سروې په برياليتوب ترسره کړه.

په دې تړاو د کندهار والي ا. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۵۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۷مې څخه د ثور تر ۱۳مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۵۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۵۸۲۴۷) ټنه. . .

ټول