په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۴۱
انتقالات

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۷۰۳) ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۳۰۱۱) ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۵۲۹۴۰) ټنه نفتي، غیر نفتي ، معدنې ډبرې او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر  شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په حمل میاشت کې له هېواد څخه (۵۹۲۹) مټریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه، د آنارو جوس او معدني ډبرې دي.

درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.

•             کابل: 0202320933

•             بلخ: 0792008090

•             هرات: 0793500545

•             فارياب: 0794050003

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

 

د نشراتو آمریت

۲۰ ثور  ۱۴۰۳هـ.ش.

۳۰شوال مکرم  ۱۴۴۵ هـ.ق

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول