تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۶۴۵۴) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۴۷۸) ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۸۰۷) ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۴۰۲۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۸۴۶) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او تالک معدني ډبرې دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۴ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش.
۱۴ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ.ق.