د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو تړون لاسليک شو
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او ګاما نړيوال ساختماني شرکت ترمنځ د حمل په ۹مه د يوې پراخې غونډې پرمهال د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو تړون لاسلیک شو.
په دې تړاو غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رهبرۍ ترڅنګ، د روسیې د ريل پټلۍ ادارې مرستيال، د ګاما نړيوال ساختماني شرکت استازو، د اقتصادي معاونیت د رهبرۍ غړو او د ګڼو نورو امارتي ادارو لوړپوړو مقاماتو او مسؤلينو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د يادې پروژې په ارزښت او څرنګوالي رڼا واچوله.
ښاغلي شرافت وويل: د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه ددې مسير وروستۍ فاز دی، چې د ګاما نړيوال ساختماني شرکت يې تړون د ۵۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت لاسليک کيږي.
نوموړي وويل، چې ددې برخې په جوړېدو او فعالېدو سره به هرات د ریل پټلۍ له لارې په بشپړ ډول د ايران هيواد له بندرونو سره وصل شي.
هغه وويل، چې ددې برخې په جوړښت نقشه کې يو سټيشن، مسجد شريف، د شاوخوا سرسبزۍ لپاره د ونو کښېنول او يو صنعتي پارک هم په نظر کې نیول شوي دي.
په پای کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئيس او ګاما نړيوال ساختماني شرکت د استازي لخوا ددې پروژې تړون لاسلیک شو.
د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې پروژه ټولټال ۴۷.۳ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د دوو کلونو په موده کې د ۵۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پلې کیږي.
د يادې پروژې په پلي کيدو سره به د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهير لا نور چټک او له رباط-پريان څخه به د هرات تر نړيوال هوايي ډګر پورې د تجارتي مالونو لېږد رالېږد پيل شي، چې په دې سره ريلي انتقالات د مرکزي او جنوبي آسیا تر بندرونو پورې ورسيږي.
د يادونې وړ ده، چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو پروژه څه موده وړاندې د اقتصادي معاونیت له لورې منظور شوې وه.