د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت د سمسورتيا په موخه لسګونه زینتي نهالان کښېنول شول

Kalimullah Sah…
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۲۸
کندهار

د پسرلي موسم په رارسيدو سره د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت ودانۍ دننه د سمسورتيا په موخه ۵۰ بتې ګل ګلاب نهالان کښېنول شول.

ددې ترڅنګ د ياد آمریت د ودانۍ دننه د سمسورتيا په موخه ګڼ شمېر نورې آړينې زینتي کرنيزې چارې هم ترسره شوې، چې پکې د چمنونو نظم برابرول، د ګلانو پوجي او د ونو د ښاخونو تاکبيري شاملې دي.

د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت په پام کې لري، چې د پسرلي موسم په رارسيدو سره په راتلونکي کې د ياد آمریت د ښکلا او سمسورتيا په موخه ګڼ شمېر نور زينتي نهالان او ونې کښېنوي، ترڅو ددغه آمریت په چاپېريال ساتنه کې موثر تمام شي.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول