په تېرو ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي

Kalimullah Sah…
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۴:۲۵
حیرتان

د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ رئیس وايي، چې د روان ۱۴۰۲ ه.ش. کال په ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

ښاغلي مولوي محمد شفیق محمود په دې اړه زياتوي، چې اوسمهال د حيرتان بندر له لارې په اوسط ډول روزانه ۱۰ زره ټنه انتقالات ترسره کيږي، چې پکې واردات، صادرات او ټرانزیټ شامل دي.

د نوموړي په وينا، په تېر ۱۴۰۱ ه.ش. پوره کال کې حيرتان بندر شاوخوا ۳.۴ ميليونه ټنه انتقالات لرل.

د هغه په خبره، د حيرتان مسير په بشپړ ترمیم او فعاليت سره به تجارانو ته لازياتې آسانتیاوې برابرې شي، ترڅو دوی وکولای شي ددې مسير له لارې په پوره اطمینان او مصونيت سره خپل تجارتي توکي صادر او وارد کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حيرتان-مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ مسير پروژې د بيارغونې چارې تېره اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې، چې د ۳ مياشتو په موده کې به د ياد مسير ریلي او غير ریلي برخې په بشپړ ډول ترمیم کيږي.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول