په دلو میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۸۱۴۶۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۱۲
انتقالات دلو ۳

د ۱۴۰۲ د دلو میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۸۱۴۶۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۲۰۵۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۸۲۱) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۷۵۹۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۸۱۴۶۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر  شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په دلو میاشت کې له هېواد څخه (۳۲۱۶) متریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د نشراتو آمریت

۳ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول