د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر سره وکتل

Sayed Zaher Mo…
Mon, Aug 09 2021 3:40 PM
ARA

د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس ښاغلي ولي خان شبګیر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قزاقستان هیواد سفیر، له ښاغلي علیم‌ خان یاسین گیلدیف سره ولیدل، په همدې لیدنه کې د اوسپنې پټلې ادارې تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو او د INKON KZ قزاقستاني شرکت مرستیال هم ګډون درلود.

په دې کتنه کې، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز د استملاکي او امنیتي ستونزو ارزونه وشوه او دواړو خواو پر شته ستونزو د حل او د چارو د چټکتیا لپاره خبرې اترې وکړې او په اړوند یې اړینې پریکړې وشوې.

د غونډې په بله برخه کې، د دواړو هیوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارو د اړیکو د لا پراختیا ، د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پر دوامداره همکارۍ او قزاقستان د لورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ظرفیت لوړونې په اړه بحث وشو.

همدارنګه، هوکړه وشوه چې په روان کال کې به ۱۰ تنه د اوسپنې پټلۍ په انجنیري برخه کې د لیسانس زده کړو لپاره قزاقستان هېواد ته واستول شي.

د یادونې وړ ده، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورمې قطعې د جوړلو چارې له INKON KZ قزاقستاني شرکت سره دولت په دولت شکل سره تړون شوي؛ چې دا مهال یې چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي.

latest news and reports

BACK TO NEWS