په میزان میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۰۸،۴۹۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Kalimullah Sah…
Wed, Nov 01 2023 8:54 AM
انتقالات

د ۱۴۰۲ میزان میاشت له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۰۸،۴۹۶) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۳۱،۳۵۴) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۰،۶۰۴) ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۲،۱۶۰) او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۴،۳۷۸) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۰۸،۴۹۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر  شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په میزان میاشت کې له هېواد څخه (۶،۱۳۳) متریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه ده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۷عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS