اداري دندې او صلاحیتونه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره، د لاندې دندو او واکونو لرونکې ده:

د اوسپنې په پټلۍ پورې د اړوندې پالیسۍ طرحه او تطبیق؛

د اوسپنې د پټلۍ په فعالیت پورې داړوندو چارو تنظیم، سازمان ورکونه، مدیریت او رهبري؛

په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د زیربناوو د پراختیا لپاره د مالي سرچینو تشخیص او تثبیت؛

د قانون له حکمونو سره سم د اوسپنې پټلۍ په هکله له نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او بین المللي موافقه لیکونو او قراردادونو عقدول؛

 د اوسپنې پټلۍ د شبکو د پراختیا لپاره، د پانګونې د جلب په برخه کې د لازمو آسانتیاوو برابرول؛

 د دولتي او نادولتي اوسپنې پټلۍ او د اوسپنې پټلۍ د شبکو څارنه، کنترول او بررسي؛

د اوسپنې په پټلۍ پورې اړوند د هغو بین المللي میثاقونو د رعایتولو چې افغانستان په هغو پورې الحاق  دی په هکله د اوسپنې پټلۍ له ساختمان، تأسیساتو او د خدمتونو له عرضه کوونکو څخه څارنه؛

په لیکلي او برېښنایي ډول د مسافرت د ټکټ او بارنامې د بڼې او محتوی ترتیبول؛

د سمون او همغږۍ بورډ ته د مسافرت د ټکټ د بیې او د مالونو د کرایې وړاندیزول؛

د اوسپنې په پټلۍ پورې د اړوندو لایحو او کړنلارو طرحه او ترتیبول؛

د افغانستان د اسلامي امارت ریاست الوزراء محترم مقام ته د فعالیتونو د راپور وړاندې کول.

د دې قانون له حکمونو سره سم د نورو دندو او واکونو ترسره کول.