د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه

Sayed Zaher Mo…
Tue, Feb 22 2022 3:00 PM
دیدار با سفیر ترکمنستان

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست او د مالي او اداري مرستیال د دوشنبې په ورځ (۱۴۰۰، د کب ۲مه)، د ترکمنستان له سفیر ښاغلي ایزوف خواجه سفر گیدویج سره، په خپل کاري دفتر کې لېدنه او خبرې اترې وکړي.

په دې غونډه کې چې د ادارې تخنیکي مرستیال، ښاغلي عبدالباري صدیقي هم ګډون درلود، دواړو لورو د دوارو هېودانو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا، د روانو پروژو د بشپړولو، د نویو پروژو د جوړلو او د اوسپنې پټلۍ پروژو د ګټې اخېستنې په پار بحث او خبرې وکړې.

لومړۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست، له افغانستان سره در ترکمنستان د ښو ګاونډیتوب او ښو اړیکو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې افغان حکومت له ترکمنستان سره په بېلابېلو برخو کې او د خاص په توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې لا زياتو همکاريو ته ژمن دى.

وروسته د ترکمنستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ، د تاریخي او ښو اړیکو په اشارې سره  ویې ویل، ترکمنستان د دغو اړیکو پراخولو ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، هېواد یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ زیاتولو ته بشپړ توګه چمتووالی لري.

latest news and reports

BACK TO NEWS