تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۸۱۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
Sat, Dec 30 2023 1:48 PM
اونیزانتقالات

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د جدي له ۱ څخه د جدي تر ۷مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۸۱۲۲متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۷۱۱۳ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۵۷ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۶۵۲ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۸۱۲۲ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ دی، په تیره اوونۍ کې (۴۷۳) ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او کینو دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۹ جدي ۱۴۰۲ هـ.ش.

۱۷ جمادي الثاني ۱۴۴۵ هـ.ق

latest news and reports

BACK TO NEWS