تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۸۱۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. د جدي له ۱ څخه د جدي تر ۷مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۸۱۲۲) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۷۱۱۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۵۷) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۶۵۲) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۸۱۲۲) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ دی، په تیره اوونۍ کې (۴۷۳) ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او کینو دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۹ جدي ۱۴۰۲ هـ.ش.
۱۷ جمادي الثاني ۱۴۴۵ هـ.ق