اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې طرحه منظور کړه

Kalimullah Sah…
Wed, Feb 21 2024 12:59 PM
اقتصادي معاونیت

اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې (۴۷) کیلو متره پروژې د مالي تمویل او تدارکاتي چارو د پیل وړانديز طرحه منظور کړه.

د اقتصادي معاونیت تخنيکي کميټې دوشنبه د سلواغې  په ۳۰مه نېټه د خواف-هرت د  اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې پروژې ودانیزو چارو د مالي تمويل او تدارکاتي پړاوونو د پیل په اړه د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په چمتو شوې طرحه بحث ترسره کړ.

يادې کمېټې تر هر آړخيزې څېړنې او ارزونې وروسته پرېکړه وکړه، چې د راتلونکي ۱۴۰۳ هـ.ش. کال په پيل کې دې د يادې پروژې تدارکاتي چارې پیل شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري د اقتصادي معاونیت د تخنيکي کميټې ياده پرېکړه ستايي او ډاډ ورکوي، چې ددې لویې زیربنایې پروژې په بشپړیدو او ګټه اخیستنې سره به د اوسپنې پټلۍ ادارې د خدمتونو او عوايدو کچه لوړه او د سوداګریزې برخې د پراختيا او ګڼو کاري فرصتونو په رامنځته ته کولو کې به خورا مهم رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده، چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې ټوټې دويمه برخه ټولټال ۴۷ کيلومتره اوږدوالی لري، چې له رباط-پريان څخه پيل او تر هرات هوايي ډګر پورې غځيږي.

دا چې یاده پروژه هرات هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټی سره وصلوي، د سیمه ایز اتصال او ملي عوایدو په لوړولو کې له خورا مهم ټولنیز او اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده، چې اوس مهال یې تخنیکي او د ډیزاین چارې بشپړې شوي دي.

latest news and reports

BACK TO NEWS