اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د څلورمې قطعې د دویمې برخې پروژې طرحه منظور کړه
اقتصادي معاونیت د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې (۴۷) کیلو متره پروژې د مالي تمویل او تدارکاتي چارو د پیل وړانديز طرحه منظور کړه.
د اقتصادي معاونیت تخنيکي کميټې دوشنبه د سلواغې په ۳۰مه نېټه د خواف-هرت د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې پروژې ودانیزو چارو د مالي تمويل او تدارکاتي پړاوونو د پیل په اړه د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په چمتو شوې طرحه بحث ترسره کړ.
يادې کمېټې تر هر آړخيزې څېړنې او ارزونې وروسته پرېکړه وکړه، چې د راتلونکي ۱۴۰۳ هـ.ش. کال په پيل کې دې د يادې پروژې تدارکاتي چارې پیل شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري د اقتصادي معاونیت د تخنيکي کميټې ياده پرېکړه ستايي او ډاډ ورکوي، چې ددې لویې زیربنایې پروژې په بشپړیدو او ګټه اخیستنې سره به د اوسپنې پټلۍ ادارې د خدمتونو او عوايدو کچه لوړه او د سوداګریزې برخې د پراختيا او ګڼو کاري فرصتونو په رامنځته ته کولو کې به خورا مهم رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې ټوټې دويمه برخه ټولټال ۴۷ کيلومتره اوږدوالی لري، چې له رباط-پريان څخه پيل او تر هرات هوايي ډګر پورې غځيږي.
دا چې یاده پروژه هرات هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټی سره وصلوي، د سیمه ایز اتصال او ملي عوایدو په لوړولو کې له خورا مهم ټولنیز او اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده، چې اوس مهال یې تخنیکي او د ډیزاین چارې بشپړې شوي دي.