د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه دايره شوه

Kalimullah Sah…
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۷
جلسه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دوه ورځنۍ نوبتي غونډه د ثور په ۵مه او ۸مه د ادارې د عمومي رئيس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د عمومي رئيس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت ترڅنګ، مالي او اداري مرستيال ښاغلي سيد محمد نعيم محمدي، تخنيکي مرستيال ديپلوم انجنير ښاغلي عبدالباري صديقي، ارشد سلاکار، مرکزي او ولايتي رئيسانو او آمرينو په حضوري او انلاين بڼه ګډون درلود.

جلسه

په پیل کې عمومي رئيس ښاغلي شرافت ګډونوالو ته د خپلې وينا پرمهال وويل: «موږ او تاسو ټول د خپلو مسوولیتونو په وخت سرته رسولو او غوره طريقه ترسره کولو مکلف يو

نوموړي زياته کړه، چې ټول باید لومړی له وخت څخه منظمه ګټه واخلو او يو منظم کاري پلان ولرو، ترڅو ورځنۍ چارې مو هم په ښه ډول په مخ ولاړې شي.

ورپسې د اجنډا سره سم په غونډه کې په يوشمېر مهمو مسایلو مفصل بحثونه ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.

په ياده اداري غونډه کې د ۱۴۰۳ ه.ش. مالي کال پلان، د تورغونډۍ-هرات پروژې د مسير انتخاب، ډيټيل سروې او ډيزاين، د کندهار-سپين بولدک پروژې د مسير او ګېج انتخاب، ډيټيل سروې او ډيزاين، د حيرتان اداري تعمير لپاره د احاطوي دېوال، د شمشتېغ اداري تعمير تخنيکي ډيزاين او يو لړ نور موضوعات تر بحث لاندې ونيول شول.

په غونډه کې د پورتنيو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه تر مفصلو بحثونو وروسته د رهبرۍ لخوا اړوند مرجع ګانو ته لازم هدايات ورکړل شول او وخت ته په پاملرنې سره يې د تطبيق غوښتنه وشوه.

غونډه د خير په دعا لوستلو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۴۱
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د. . .

ټول