د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس د اړوند ارګانونو له ځايي مسوولينو سره وکتل
د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس ښاغلي عبدالنصير شيخ زاده او اړوند ارګانونو د ځايي مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
ياده ناسته چې د ثور په ۶مه په آقينې بندر کې ترسره شوه، پکې ددغه بندر د اړوند ارګانونو ځايي مسوولينو، د ګمرک رئيس، د استخباراتو آمر، د نفتي توکو عمومي مدير، د نورم سټنډرډ آمر او د آقينې بندر ښاروال ګډون درلود.
دغه ناسته چې د بشپړې همغږۍ او دوامداره همکارۍ په موخه جوړه شوې وه، پکې په يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.
په يادو موضوعاتو کې د کارونو چټکوالی او منظموالی، تجارانو ته د بشپړو تسهيلاتو برابرول او د هغوی ستونزو ته رسيدګي کول، په وخت د تخلیې او بارګيرۍ پروسې ترسره کول او د مربوطه ساحو سرسبزۍ ته ځانګړې پاملرنه کول شامل وو.
په ناسته کې په بشپړې همغږۍ د ټينګار ترڅنګ د اړوند ارګانونو له مسوولينو څخه د دوامدارې همکارۍ غوښتنه هم وشول.