تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۵۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۴۲
انتقالات

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۷مې څخه د ثور تر ۱۳مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۵۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۵۸۲۴۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۷۳۱۵) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۸۰۹۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۳۶۵۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۸۳۵) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې د آنارو جوس او معدني ډبرې دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.

  • کابل: 0202320933
  • بلخ: 0792008090
  • هرات: 0793500545
  • فارياب: 0794050003

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

 

د نشراتو آمریت

۱۶ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش.

۲۶ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ.ق.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۴۱
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د. . .

ټول