UIC

یو ایي سي (UIC) د وسپنې پټلیو استازیتوب کونکی اود اورګاډي پټلۍ وده ورکونکی نړیواله مسلکي اتحادیه

یو ايي سي یو مسلکي اتحادیه چې د غړو سره د دوام لرونکو بریالیتوبونو او اسانتیاوو په موندلو کې مرسته کوي. غړو ته بلنه ورکول کیږي چې د یو ايي سي په کاري ګروپونو او غونډو کې چې، د سیمې / نړۍ په کچه د مسایلو په تړاو د وسپنې پټلیو دریځ غوره او ټاکل کیږي، فعاله ونډه واخلي.

    په کاری ګروپونو کې ونډه اخیستنه یو ځانګړې موقع ده چې خپل نظریات شریک کړي او په نړیواله همغږه شوې کچه، د وسپنې پټلۍ د سکټور نه ګټه پورته کړي. یو ايي سي د وسپنې پټلیو ترمنځ د تخنیکي همکاریو اتحادیه ده او څرنګه چې د لیږد رالیږد/ صنعت او څیړنو په تړاو خپلې مخ په وده اړیکي بیانوي، د سکټور دریځ همغږی کوي او خپلو اړتیاوو ته وده ورکوي، ترڅو د وسپنې پټلیو د کمپنیو د پوتنسیال څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي. د غړو سره، د یو ايي سي اړوندو او هغو معاملو چې د دوی پر فعالیتونو اغیز شیندلی شي، د دوسیو په برخه کې د مهمو پرمختګونو په هکله په منظمه توګه مالومات شریکوي. دا غړو ته موقع په لاس ورکوي چې، د تنظیمی او تخنیکی بدلونونو اټکل وکړي او هغه په اغیزمنه توګه او لا ډیرې اسانۍ سره د خپلو عملیاتي پروسو سره ادغام کړي.

د یو ايي سي د هیواد کوډ دوه عدده لري او هغه هیواد په ګوته کوي په کوم کې چې د یو ايي سي غړی فعالیت لري. د افغانستان د وسپنې پټلۍ تصدي ددې اتحادیې غړیتوب لري او د هیواد کوډ یې ۶۸ ګڼه ده.

 دا پاڼه وګورئ: https://uic.org