د پانګونې فرصتونه

د وسپنی پټلی جوړول، د پرمختیایي ټول ګټو پلانونو سره سم، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د مهمو او استراتیژیکو پلانونو څخه ګڼل کیږي، چی افغانستان د وسپینې د سیمه ایزو او نړیوالو شبکو سره نښلوی. د وسپنی پټلی ددغو پروژو د ترسره کولو په پایله کې به، په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه، د سوداګرۍ، ګرخندوی او ټولنیزو اړیکو د پراختیا او همدارنګه ، د غوره ترانسپورتي خدمتونو او د مسافرینو د لیږد رالیږد اسانتیاوې برابری شی. د سیمې د هیوادونو او نړۍ په اړیکو کی به، افغانستان د یوه ډیر مهم او ارزښت وړ پل په  ډول رول ولوبوي.

د وسپنی پټلۍ په سکتور کی د سودا ګرۍ ، اقتصادی چاپیریال، بوختیا په برخو کې، د مستیقیمې او غیر مستقیمې پانګونې امکانات تر غور لاندې دي. اټکل کیږي چې پدې برخه کې، تر شلو میلیارډو ډالرو پورې پانګونه وشي.

د افغانستان جمهوری اسلامی دولت په نظرکی لری چی د زیربناوو په برخه کی ځانګړی بودیجه په پام کی ونیسی او پری غور وکړي چی د سیمی د هیوادونه او څو اړخیزه مالي سازمانونو لخوا به تمویل شي. د افغانستان د وسپنی پټلی اداری لپاره به یوه له سترو ننګونو څخه دا وي چې، په دوامداره توګه او د محدوده سرچینو په لرلو او محلي شخړو په شتون کی ، د نړیوالو معیارونو سره سم د اوسپنی پټلی جوړولوته دوام ورکړی.

د افغانستان د اوسپنی پټلی اداره په پام کی لري چی، د 2030 کال پورې 5000 کیلومتره د اوسپنی پټلۍ، د 16.777 میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړه کړي. ددې پروژې په وړاندې یوه لویه ننګونه، د پروژې لپاره د بودیجې برابرول هم دي.

چین چی د OBOR پروژی سره ډیره لیوالتیا لری، د تمویل یوه مهمه سرچینه بلل کیږی. چین په افغانستان کی 100 $ ملیونه ډالر پانګونه کړې چی، په پاکستان کې 46 $ میلیارډو او منځنی آسیا کې د 31 $ میلیارډو په پرتله خورا لږ ده. د دی پانګونې د زیاتیدو لپاره، دهغو پروژو سره چې د  OBOR لخوا تمویلیږي، یو ځای کیدل ډیر اړین دي.