د کندهار-سپين بولدک د ريل پټلۍ مسير ابتدايي سروې ترسره شوه

Kalimullah Sah…
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۰
کندهار

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر پرمهال د کندهار-سپين بولدک ترمنځ د ريل پټلۍ پروژې ابتدايي سروې په برياليتوب ترسره کړه.

په دې تړاو د کندهار والي او آړوند ادارو له مسوولينو سره هم ناسته ترسره شوه، چې د ولايت مقام او آړونده ادارو د تخنيکي ټيمونو لخوا په ګډه ددې مسير ابتدايي سروې ترسره شوه.

دواړو لوريو په کندهار ولايت مقام کې د يوې کتنې پرمهال د کندهار-سپين بولدک ترمنځ د ريل پټلۍ پروژې د ابتدايي سروې په باب مفصل بحثونه وکړل.

د يادونې وړ ده، ددې مسير د ابتدايي سروې تر بشپړولو وروسته به په نږدې راتلونکي کې د ياد مسير ډيټيل سروې، ډيزاين او عملاً ساختماني چارو پيل کېدو ته لاره هواره شي.

د کندهار-سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ پروژه ټولټال ۹۶ کيلومتره اوږدوالی لري، چې کندهار ښار له سپین بولدک ولسوالۍ سره نښلوي او بیا په چمن کې د پاکستان له اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلول کېږي.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۴۱
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د. . .

ټول