د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ ساتنه

Sayed Zaher Mo…
Mon, May 10 2021 12:50 PM
مزارشریف

د تاسیساتو خونديتوب، د انتقالاتو دوام، د امنیت ټینګیښت او د قطارونو لیږد ـ رالیږد لپاره د اوسپنې پټلۍ ساتنې یوه دوامداره او مهمه پروسه ده.

له همدې امله، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د زیربنایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، تل هڅه کړې چې له شته امکاناتو، تجهیزاتو او تاسیساتو په غوره توګه ساتنه او څارنه وکړي.

د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست، په ورځنۍ، اوونیزه او میاشتنۍ کچه د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ له تمځایونو، پلچکونو، لوکوموتیفونو او واګونونه په منظمه توګه نظارت او ساتنه کوي.

حفظ و مراقبت داومدار


یاد ریاست، د (سوګدیاناترانس) اوزبیکستاني شرکت په همکارۍ سره په دوامدار توګه د دې اوسپنې پټلۍ له احتمالی نیمګړتیاوې او احتمالي زیانونه او د دمخابراتي سیستم (سیګنالیګ) څخه نظارت کوي او د هغوی مشکلاتو ته رسیدګی کړي ده.
د مزارشریف- حیرتان اوسپنې پټلۍ په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې بشپره او ګټې اخیستلو ته سپارل شوي وه او له هغې وخت وروسته د نړیوالو معیارونو سره سم ساتل شوې ده.
د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ اصلی کرښې ۷۵ کیلومتره او فرعی کرښې یې ۳۱ کیلومتره اوږدوالۍ لري، چې په مسیر یې د حیرتان، جیرتان، تازه امید، نایب آباد او مزارشریف عملیاتي او ترانزیتي تمځایونو کې قرار لري.

استیشن

د اوسپنې یاده پټلۍ د اوزبیکستان اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د منځنۍ آسیا سره نښلوي او د هېواد سوداګریزو او ترانزیتي لیږد رالیږد یوه له اصلی لارو څخه ده چې هره ورځ د سوداګریزې توکې په سلګونو واګونونه لیږدوي.

latest news and reports

BACK TO NEWS