د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په تېر یو کال کې

)د ۱۴۰۰ هـ.ش. د اسد له ۲۴ د ۱۴۰۱ هـ.ش. اسد ۲(

عمده فعالیتونه او لاسته راوړنې
 

1 یکساله


لرلید

د ۱۴۰۰ هـ.ش. کال د اسد میاشتې په ۲۴ مه ګران هېواد د دې ویاړلي خاورې د بې شمېره قربانیو په ورکولو سره له امریکایي اشغال څخه خلاص او د ازادۍ ښایسته قدمونه یې ښکل کړل. دا نېټه د افغان غیور ولس لپاره د عطف ټکی وو؛ اشغال شوی افغانستان او تر اشغال وروسته، آزاد، مستقل او خپلواک افغانستان.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د حکومت په اډانه کې یوه مهمه عایداتي اداره ده چې د حکومتولۍ په بېلابېلو پړاوونو کې یې یا په مستقله توګه فعالیت لرلی، یا هم د حکومت د رهبري د لزوم دید په اساس له نورو وزارتو سره مدغم شوې ده.

تر فتحې ورورسته د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د حکومت د رهبري د لزوم دید په اساس چې د مشابه خدماتو وړاندې کوونکې ادارې دې یو له بل سره ګډ کار کوي؛ د ټولګټو چارو وزارت تر اثر لاندې وه. چې بیا د کابینې د (۲۲) شمېرې او ۶/۷/۱۴۴۳ هـ.ق. نېټې مصوبې  پرېکړې په اساس مستقله بودجوي اداره وبلل شوه چې لومړی مولوي خان محمد مذهبي د دې ادارې د مالي او اداري معاون او سرپرست په توګه معرفي شو چې بیا محترم ملا بخت الرحمن شرافت د دې ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د تېر یو کال د فعالیتونو لنډیز

تېر یو کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې بېلابیل فعالیتونه ترسره کړي دي چې په لاندې توګه یې لڼدیز وړاندې کیږي.

۱:   د اوسپنې پټلۍ د پروژو امنیت ساتل

د ادارې د رهبري د لزوم دید په اساس اړینه وبلل شوه چې د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند تأسیسات، پټلۍ او تجهیزات خوندي وساتل شي. په همدې موخه د یادو تأسیساتو، تجهیزاتو او پټلۍ ساتنې لپاره د اسلامي امارت له جهادي قومندانانو سره د امنیت ساتنې تړونونه وشول.

۲: ازبکستان هېواد ته رسمي سفر

د فعالیتونو پر دوام د دې ادارې رهبري په یوه رسمي سفر ازبکستان هېواد ته ولاړه. دغه لوړ پوړي هیئت ازبکستان کې د یاد هېواد له بېلابېلو دولتي چارواکو، په ځانګړي توګه د اوسپنې پټلۍ ادارې له مسؤلینو سره مفصلې لیدنې او ناستې وکړې.

یاد هیئت له ازبک لوري سره په هغه قرارداد هم بحث وکړ چې د تېرې ادارې او ازبکي کمپنۍ سودیګانا ترانس سره منعقد شوی وو.

دغه قرارداد تر ډیره د ازبک لوري په ګټه او د افغان ولس په زیان وو. چې تر دوو ورځو مفصلو بحثونو وروسته یاد قرارداد کې له افغان لوري سره یو اندازه تخفیف وشو.

د دغه مهم سفر پر دوام د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري ازبکستان ته تللي پلاوي هلته د اوسپنې پټلۍ له افغان محصلینو سره وکتل. د محصلینو ستونزې واروېدل شوې. په وړاندیزونو او نېکو نظرونو یې مفصل بحثونه وشول او دوی ته ډاد ورکړل شو چې تر فراغت وروسته به د اوسپنې په پټلۍ کې دوی جذب کیږي او دوی ته دا هم وپوهول شوه چې د افغانستان اسلامي امارت خپلو کدرونو ته په درنه سترګه ګوري او هڅه کوي د دوی ظرفیت لوړ او تر ممکن حده د کار فرصت ورته برابر کړي. همداراز یادو محصلینو سره نقدي مرسته هم وشوه.

د همدې سفر تر پای ته رسیدو وروسته افغان پلاوی بلخ ولایت ته را ستون شو او د اوسپنې پټلۍ تأسیسات یې له نږدې وکتل او د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست کارمندانو ته اړین هدایات ورکړل شول.
 

سفر ازبکستان


۳: د ادارې پر تشکیلاتو بیا کتنه

د فعالیتونو په دوام د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د محترم مقام په هدایت ادارې ته دنده ورکړل شوه چې پر خپلو تشکیلاتو له سره غور وکړي.

په همدې اساس د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د بشري سرچینو آمریت ته دنده وسپارله چې د ادارې تشکیل په شفافه، منظمه او منسجمه توګه ترتیب او د وروستي تأیید لپاره د ادارې مقام ته وړاندې شي. د ادارې د تشکیلاتو کمېټې د ټولو ریاستونو او آمریتونو تشکیل جوړ، د ادارې رهبري ته وړاندې شو او د ریاست الوزراء عالي مقام د تشکیلاتو کمیټې ولیږل شو، چې له نیکه مرغه یاد تشکیل تأیید او اوس دا اداره د همغه تشکیل په اساس خپلې چارې پر مخ وړي.

۴: د انتقالاتو دوام

اوسپنې پټلۍ ادارې خپل نهایي کوښښ وکړ چې د اوسپنې پټلیو له لارې انتقالات له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي. اداره وتوانېده چې د انتقالاتو بهیر روان وساتي. له فتحې وروسته د ۱۴۰۱ هـ.ش. کال د اسد میاشتې تر پای ورځو په ټول هېواد کې د پټلیو له لارې (3،456،842) درې میلیونه څلورسوره شپږ پنځوس زره اته سوه او دوه څلوېښت مټریک ټنه انتقالات کړي دي، چې (268،299) مټریک ټنه صادارت او (۳،۲۷۶،۹۹۵) مټریک ټنه واردات دي. چې له درکه یې په تېر یوه کال کې (۲،۵۸۱،۵۸۹،۴۸۲) دوه میلیارده، پنځه سوه یو اتیا میلیونه، پنځه سوه نهه اتیا زره، څلورسوه او دوه اتیا افغانۍ راټولې شوي او د اسلامي امارت بیت المال ته سپارل شوي دي.

 د ادارې په زیار او هڅو ټرانزیټ ته هم لار هواره شوې ده چې تېرو یو کال کې د پام وړ تجارتي توکي له بېلابېلو هېواد څخه وارد او بېرته نورو هېوادو ته صادر شوي دي چې د انتقالاتو او ټرانزیت فیس د افغانستان اسلامي امارت ته سپارل شوی دی.

له دې سره سره اوسپنې پټلۍ ادارې وخت په وخت  له سوداګرو سره ناستې کړي دي، څو د دوی ستونزې، وړاندیزونه او انتقادونه واورېدل شي او مناسبې حل لارې ورته وموندل شي. اوسپنې پټلۍ ادارې تل هڅه کړې ده چې سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر شي، چې په دې سره به هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر او اقتصادي حالت کې مثبت تغیرات رامینځ ته شي.

همداراز اداره هره اوونۍ د شفافیت او د دولت او ملت خبرولو په موخه خپل د انتقالاتو راپور د دې ادارې په سایټ او ټولنیزو رسنیو خپروي.
 

دوام انتقالات


۵: ایران هېواد ته رسمي سفر

د ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري او تخنیکي معاون انجینر عبدالباري صدیقي او د داخلي تفتیش سرپرست ملا عبدالجبار نوري په ګډون یو هیئت ایران هېواد ته ولاړ. یاد هیئت د ایران حکومت له بېلابېلو چارواکو سره لیدنه وکړه. یاد هیئت د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له وزیر سره په لیدنه کې په ایران کې د اوسپنې پټلۍ افغان محصلینو د جذب موافقه ترلاسه کړه.

همداراز د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر اړوند ادارو ته هدایت ورکړ چې د هوا تر سړېدو مخکې دې د خواف – هرات دریمه ټوټه چې (۶۲) کیلومتره ده، چارې یې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
 

سفر ایران


۶: د نیمګړې پروژو د چارو بیا پیل

اوسپنې پټلۍ ادارې خپل ټول فعالیتونه او په مخ کې شته کارونه اولویت بندي کړي دي. ادارې هغه چارې په اول کې راوستلې چې کارونه یې تر ډیر ترسره شوي او ډیر کم کارونه یې پاتې وو. په همدې اساس پرېکړه وشوه چې د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ پاتې چارې پیل او ژر تر ژره ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. د یادې پروژې چارې پیل او د سرطان په نېټه د افغان او ترکمنستاني هیئتونو په حضور کې ابتدایي تسلیمي ترسره شوه.

همداراز د خواف – هرات (۶۲) کیلومتره پټلۍ او تأسیساتو ته اوښتي زیانونه محاسبه او تمه ده چې په نږدې ورځو کې به د یادې پروژې بیا رغاونه داوطلبي ته وسپارل شي.
 

پروژه خواف هرات


۷: د حیرتان – مزارشریف پټلۍ د انتقالاتو او خدماتو داوطلبي ته سپارل

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ چې اوس مهال یې انتقالات او خدمات د سوګډیانا ټرانس په نوم یوه ازبکستاني کمپنۍ ترسره کوي چې د تېرې ادارې پرمهال یې قرارداد شوی دی او زموږ هېواد ته غیر اقتصادي او له انصافه لیرې قرارداد دی، اوسپنې پټلۍ ادارې په پرلپسې هڅو او سخت کار وکولای شو چې د یادې پټلۍ د انتقالاتو بهیر او خدمات دواطلبي ته وسپاري او هر هغه کمپنۍ چې د تدارکاتو پر شرایطو برابره وي او تر ډیره قرارداد د هېواد پر ګټه وي، بریالی اعلان او قرارداد به هغوی ته ورکړل شي.

۸: د کابینې او اقتصادي کمیسیون په غوڼدو کې فعال حضور

د ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په عادي توګه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په غونډو کې فعال حضور لري او په ټولو غونډو کې یې ګډون کړی دی. همداراز دا چې د اوسپنې پټلۍ اداره د اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام د اقتصادي کمیسیون غړیتوب هم لري، د دې کمیسیون په غونډو کې هم فعال حضور ترسره شوی دی او پرېکړې یې وخت پر وخت عملي شوي او اقتصادي کمیسیون ته د اجرآتو راپور وړاندې شوی دی.

۹: د ازبکستان، پاکستان او افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول

اوسپنې پټلۍ ادارې په دوامداره هڅو وکولای شو د یادو درې هېوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ اړینه همغږي رامنځ کړي. د یادو درې هېوادو د اوسپنې پټلۍ ادارو مسؤلین وخت په وخت په بېلابېلو موضوعاتو ناستې لري او د چارو د لا ښه والي په موخه اړینې مشورې سره شریکوي.

همداراز د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په هڅو او د پاکستان او ازبکستان اوسپنې پټلۍ ادارو په مرسته یادو درې هېوادونو موافقه کړې ده چې په نږدې ورځو کې به تخنیکي ټيمونه د افغان ټرانس پروژې چې د اوسپنې پټلۍ له لارې  د افغانستان له خاورې مرکزي او سویلي اسیا سره نښلوي، پیل شي. همداراز ټینګار شوی دی چې د یادې پروژې نورې چارې هم ژر تر ژره پیل شي.
 

سروی افغان ترانس


لاسته راوړنې

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره یو شمېر لاسته راوړنې لري چې په لاندې توګه په لڼد ډول ترې یادونه کیږي:

۱-  د اوسپنې پټلۍ ټولو پروژو، تأسیساتو او تجهیزاتو د امنیت ساتلو لپاره د امنیتي پرسونل مهیا کول.

۲- له ازبکستاني کمپنۍ سوګډیانا ټرانس سره د انتقالاتو او ساتنې په برخه کې  په شوي تړون کې د (۲.۲۵) میلیون امریکایي ډالرو تخفیف ترلاسه کول.

۳- د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت څخه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغان محصلینو د جذب موافقه ترلاسه کول.

۴- له هغه شرکتو څخه د دولت د عوایدو ټولول چې د تېرې ادارې پر مهال یې د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ترسره کړي وو، خو د څه ستونزو له امله یې د انتقالاتو فیس نه وو تحویل کړی. چې د ادارې د هڅو پر مټ د یادو شرکتونو له ډلې څو شرکتونو  د انتقالاتو فیس تحویل او بدل کې یې د تعرفې رسید پارچه ترلاسه کړه.

۵د هغه تعهد په اساس چې د دې ادارې رهبري د اوسپنې پټلۍ د چارو د افغاني کولو په اړه کړی وو، اداره وتوانېده چې د حیرتان د اوسپنې پټلۍ د عوایدو پروسه افغاني کړي. یاد عواید له کلونو راهیسې د ازبکستاني کمپنۍ (سوګډیانا ټرانس) له لوري ټولېدل چې په ۳۰/۰۴/۱۴۰۱هـ.ش نېټه یاده پروسه افغاني شوه او د بلخ ریاست یاد عواید ټولوي او په شفاف ډول یې د افغانستان بانک له لوري د اسلامي امارت بیت المال ته سپاري.

په پورتني ډول د ۱۴۰۰ هـ.ش. د اسد میاشتې له ۲۴ نېټې د ۱۴۰۱ هـ.ش. کال د اسد میاشتې تر ۳مې نېټې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ترتیب دی.