تېرو درې میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر یو میلیون ټنو زیات انتقالات ترسره شوي دي

Sayed Zaher Mo…
Sat, Jun 25 2022 2:04 PM
انتقالات

د ۱۴۰۱هـ.ش. کال لومړیو درې میاشتو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې (۱,۰۶۱,۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات چې (۹۳,۵۴۲) ټنه صادارت او (۹۶۸,۲۹۶) واردات دي، ترسره شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۷۰,۹۸۷) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱,۹۳۳) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۰۵,۳۷۳) ټنه واردات چې ټولټال (۹۶۸,۲۹۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.

همداراز تېرو درې میاشتو کې ټولټال (۹۳,۵۴۲) ټنه صادرات شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي. څو هېوادوالو ته هوسایي ور په برخه او د هېواد په پرمختگ کې ونډه واخلي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشرآتو آمریت

۰۴/۰۴/۱۴۰۱هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS