د اوسپنې پټلۍ ادارې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه ۳ ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

Kalimullah Sah…
Sun, Mar 03 2024 3:32 PM
پروګرام

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه د «کار د قانون پوهاوي ورکولو» تر عنوان لاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په همکارۍ درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو.

ددغه روزنيز پروګرام د پرانيست غونډې مراسم شنبه د حوت په ۱۲مه د اوسپنې پټلۍ ادارې په مقر کې ترسره شول.

پروګرام

د پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت، مالي او اداري مرستيال سید محمد نعيم محمدي، تخنيکي مرستيال ډيپلوم انجنير عبدالباري صديقي ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تقنين او کار حقوقي رئیس، استادانو او ګڼ شمېر مسوولينو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

پروګرام

غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه،  لومړی د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د کار او ټولنيزو چارو وزارت لخوا ددې ډول ګټور پروګرام پيل کېدو څخه هرکلی وکړ او وويل، چې د ظرفيت لوړولو په موخه نباید هیڅ فرصت له لاسه ورکړل شي.

پروګرام

ددغه روزنيز پروګرام په ترڅ کې به د اوسپنې پټلۍ ادارې ګڼ شمېر کارکوونکو ته د کار د قانون په برخه کې لازمه او اړينه روزنه ورکړل شي.

د يادونې وړ ده، دغه روزنيزه دوره چې د حوت په ۱۲مه پيل شوې، د حوت تر ۱۴مې نېټې به دوام ومومي.

latest news and reports

BACK TO NEWS