په حوت میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Kalimullah Sah…
Tue, Mar 26 2024 1:33 PM
انتقالات

د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت میاشتي له لومړۍ نېټې د همدې میاشتي تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په ياده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۹۵۰۳۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۵۶۹۹) ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۰۷۲) ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۳۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۵۸۷۳۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر  شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په حوت میاشت کې له هېواد څخه (۴۸۵۴) مټریک ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې د صادراتو لویه برخه کينو، وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

 

د نشراتو آمریت

۷حوت ۱۴۰۳ هـ.ش.

۱۶ رمضان ۱۴۴۵ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS