د افغانستان او ترکمنستان اوسپني پټلۍ اداراو تر منځ د همکاریو هوکړې یادداشت لاسلیک کېدل

Sayed Zaher Mo…
Sun, Jan 10 2021 1:34 PM
ARA

افغانستان ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید میردوف په مشري د یاد هېواد جګپوړي پلاوي د سفر او د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره دده د لیدنې پرمهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپني پټلۍ په برخه کې د همکاري یو سند لاسلیک شوی دی.

په هغه غونډه کې چې د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شوې او د اوسپني پټلۍ ادارې عمومي رییس محمد یما شمس هم ګډون درلود، د افغانستان او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ اداراو تر منځ د همکاري هوکړې د یادداشت یو سند لاسلیک شو.

دغه راز، په دې غونډه کې د آقینې اندخوی د اوسپني پټلۍ کرښې د پرانیستي په موخه د چمتوالي په تړاو چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا پرانیستل شي، خبرې شوي دي.

latest news and reports

BACK TO NEWS