د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې

Sayed Zaher Mo…
Tue, Jul 13 2021 4:15 PM
ریاست جمهوری

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ښاغلي ولي خان شبګیر، په صادراتو او کورنیو تولیداتو چارو کې د جمهور رییس ستر سلاکار ښاغلي جلال‌الدین سعید سره په خپل دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې ناسته کې چې د جمهوري ریاست په صادراتو چارو کې د سلاکار دفتر تخنیکي ټیم هم ګډون درلود، دواړو خواوو په سیمه کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او ترانزیت د زیاتوالي او ملي پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي شبګیر وویل، د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده چې د خصوصي سکتور سره په همغږۍ او هماهنګۍ صادراتي او ترانزیټي توکې په ارزانه بیه او په کم وخت کې د سیمو مارکیتونو ته ولېږدوي

latest news and reports

BACK TO NEWS