د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې هیئت د بلخ ولایت سوداگرو سره وکتل!

Sayed Zaher Mo…
Thu, Feb 02 2023 5:27 PM
دیدار با تجاران

نن پنج شنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ارشد مشاور ښاغلي میرویس غفوري په مشري هیئت، د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست او د بلخ ولایت سوداگرو ترمنځ د بلخ د صنعت او سوداگرۍ خونه کې د دې خونې د سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي په حضور کې ناسته وشوه.

دغه ناسته کې چې د بلخ د اوسپنې پټلۍ رئیس مولوي محمد شفیق محمود او د یاد ریاست ځینو کارکوونکو هم گډون درلود، په دوه اړخیز همکاریو باندې مفصل بحثونه وشول. د ادارې ارشد مشاور د مجلس گډونوالو ته له ازبکستان څخه افغان لوري ته د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د مدیریت او چارو د انتقال پروسې اړوند معلومات وړاندې کړل او دوی ته یې څرگنده کړه چې ژر تر ژره به له یاد مسیر څخه انتقالات پیل شي. همدارنگه د بلخ د صنعت او سوداگرۍ خونې سرپرست ښاغلي اسدي له خپل اړخه د هر راز همکاریو ډاډ څرگندولو ترڅنگ له یادې پروسې ملاتړ هم وښود.

دیدار با تجاران


همدراز د ناستې په جریان کې د سوداگرو پوښتنې ځواب، پیشنهادونه او نظرونه یې واورېدل شول. ناسته د خیر دعا‌ء په لوستلو پای ته ورسیده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS