تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (١٠٠٨٩٠) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Sayed Zaher Mo…
Sat, May 13 2023 1:35 PM
انتقالاتو

تېره  اوونۍ کې (د ثور له ١٥ مې تر ٢١ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (١٠٠٨٩٠) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (٨٦٦٣٨) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (٣٢٠٦) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (١١٠٤٦) ټنه انتقالات چې ټولټال (١٠٠٨٩٠) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیت دي، په تیره اوونۍ کې (٩٧٦) ټنه صادرات او ټرانزېټ شوي چې لویه برخه یې د ميوې جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د نشراتو آمریت

٢٣ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS