تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Kalimullah Sah…
Sun, Oct 15 2023 11:17 AM
انتقالات

تېره  اوونۍ کې (د تلې له ۱۴ تر ۲۰مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۷۶۸۸۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۰۱۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۷۹۸) ټنه، خواف - هرات (۲۱۵۵) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۲۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۶۸۸۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تیره اوونۍ کې (۶۵۴) ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د نشراتو آمریت

۲۲ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS