د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د ګاما نړيوال شرکت له اجرائيوي کمېټې سره وکتل

Kalimullah Sah…
Sun, Feb 04 2024 3:37 PM
ګاما

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې (ARA) سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د ګاما نړيوال ساختماني او تجارتي شرکت له اجرائيوي کمېټې سره وکتل.

 په کتنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې (ARA) سرپرست د نوموړي شرکت اجرائيوي کمېټې ته ښه راغلاست ووايه او د افغانستان د اقتصادي سکټور د پرمختيا لپاره يې ددغه شرکت پانګونه مهمه وبلله.

د ګاما نړيوال ساختماني شرکت اجرائيوي کمېټې غړو وويل، چې شرکت يې غواړي په افغانستان کې د معدنونو د استخراج په بدل کې د ريل پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي او له دې لارې هرات، نيمروز، کندهار او نور آړوند ولايتونه د چابهار تجارتي بندر سره وصل کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې (ARA) سرپرست هم په افغانستان د اقتصادي برخې د پرمختګ لپاره د ياد شرکت له پانګونې هرکلی وکړ او په دې برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې ګاما يو نړيوال ساختماني شرکت دی، چې له ۲۰۱۲م کال راهيسې په ساختماني، تجارتي، انرژۍ او د معدنونو د استخراج په برخه کې فعاليت کوي او د ريل پټلۍ جوړولو په برخه کې د مشهوره (RZD) روسي شرکت قراردادي غړی هم دی.

latest news and reports

BACK TO NEWS