په 1400 ام کال کې د شفاف بودیجې مصرف او  دعوایدو  ډیروالیې باندې ټینګار

Sayed Zaher Mo…
Wed, Mar 17 2021 3:15 PM
ARA

د افغانستان د ریل پټلۍ د مالیې او اداري معین میرویس میرزکوال په مشرۍ غونډه کې په  1400 ام مالي کال کې د شفافیت او مؤثرې بودیجې کارولو او دعوایدو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه ناسته چې د مرکز او ولایتونو د ریاستونو رییسانو او مسولینو پکې برخه اخیستې وه ، په تیرو کلونو کې د بودیجې د مصارفو ننګونې په ګوته کړې او ټینګار یې وکړ چې سږ کال باید د پروژې د بودیجې سند سره سم ، په وخت سره پلي شي.

ښاغلي میرزکوال وویل چې د افغانستان د اورګاډي اداره نورو ډیرو ادارو په پرتله بودیجه یې دیره ده او له همدې امله غوښتنه کوي چې د ریل پټلۍ پلانونه او پروژې پلي کولو لپاره دې په اغیزمنه او شفاف ډول کارولو لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

latest news and reports

BACK TO NEWS